د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ذبيحالله مجاهد د شنبې په ورځ د لړم په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې د طالبانو او د پاکستاني پلاوي د دريېم پړاو مذاکرات، چې د ترکيې په استانبول ښار کې ترسره سوي وو، بېله دې چې کومې هوکړې ته ورسېږي، پای ته رسېدلي دي. مجاهد زياته کړه: «د افغانستان استازو د مشرۍ په ځانګړې لارښوونه، د نېکې ارادې او صلاحيت په لرلو سره، د نومبر په ۶مه او ۷مه په استانبول کې ګډون وکړ؛ تمه دا وه چې دا ځل پاکستاني لوری، له خپلو مشرانو سره تر سلا وروسته، د مسؤليت احساس او رغنده نيت سره د ستونزې د بنسټيز حل لپاره حاضر سي او له واقعي او عملي غوښتنو سره مذاکراتو ته داخل سي.»
د طالبانو وياند د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستاني پلاوي چلند «غيرمسؤلانه او د همکارۍ له روحیې خالې» وبله او زياته يې کړه: «د پاکستاني پلاوي غيرمسؤلانه او غيرهمکاره روحيه د دې سبب سوه چې د اسلامي امارت د نېکې ارادې او د منځګړو ټولو هڅو سره، هېڅ ډول پايله تر لاسه نه سي.»
مجاهد زياته کړه: «د افغانستان حکومت يو ځل بيا په خپل اصولي دريځ ټينګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي، او همدارنګه هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنيت پر ضد له خپل قلمرو څخه اقدامات يا ملاتړ وکړي.» د طالبانو وياند زياته کړه: «د پاکستان مسلمان ملت د افغانستان ورونه دي؛ اسلامي امارت د هغوی لپاره نېک نيت او د سولې هيله لري او د خپلو مسؤليتونو او توان تر بريده له هغوی سره همکاري کوي.»
مجاهد زياته کړه: «د افغانستان د خاورې او ولس دفاع زموږ شرعي او ملي وجيبه ده، او د هر ډول تجاوز په وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ قاطعانه دفاع وکړو.» بل لور ته، د پاکستان دفاع وزير، خواجه آصف، څو ساعته مخکې اعلان کړی وو چې وروستي مذاکرات له طالبانو سره بېپایلې ختم سوي او خبرې اترې اوس يوې «نامعلومې» مرحلې ته داخلې سوې دي.
دا مذاکرات د قطر او ترکيې په منځګړيتوب ترسره سوي وو، او د بحث اصلي محور يې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د فعاليتونو، د پولو د نښتو او سيمهييز امنيت موضوعات وو. ددې پړاو مذاکراتو د ناکامۍ وروسته داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو د پولو شخړې، په ځانګړي ډول د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې، يوې نوې او اندېښمنوونکې مرحلې ته داخلېږي.



