د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، ټول مهم سرحدي بندرونه په بشپړ ډول تړل سوي، او د سوداګرۍ، ترانزیټ او د خلکو تګراتګ چارې درېدلې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ چارواکو خبرداری ورکړی چې د دې حالت دوام نهیوازې د دواړو هېوادونو اقتصاد ته درانه زیانونه رسوي، بلکې په سرحدي بازارونو کې د خوړو، درملو او لومړنیو توکو بیې به هم لوړې کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان او پاکستان دواړو لورو سوداګر د صادراتو او وارداتو د اوږدې ځنډنۍ وقفي له امله اندېښنه لري او له دواړو حکومتونو غواړي چې ژر تر ژره د پولو د پرانیستې لپاره سیاسي حل پیدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په دوحه کې روانې دي، خو تراوسه د پولو د پرانیستلو په اړه کومه موافقه نه ده اعلان سوې.