د افغانستان او پاکستان د پولو د بندېدو له امله د خوراکي او ودانیزو توکو بیې لوړې سوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تګلارو د تړل کیدو له دوو اوونیو ډېر وخت سوی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې له ۵۰۰ څخه زیات باروړونکي موټر، چې سوداګریز توکي یې لېږدول، فاسد سوي او د توکو بیې په بازارونو کې لوړې سوې دي.
د افغانستان او پاکستان د پولو د بندېدو له امله د خوراکي او ودانیزو توکو بیې لوړې سوې

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، له شپاړس ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ټول سرحدي بندرونه تړلي پاتې دي، چې دې وضعیت د سوداګرۍ، لومړنیو توکو او د افغانستان د کورنیو بازارونو پر حالت ژور اغېز کړی دی.

خان‌جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د بورډ غړی، وایي چې د پولو د تړل کېدو له امله له ۵۰۰ ډېر باروړونکو موټرو توکي خراب سوي دي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه او نه جبران‌کیدونکي زیانونه ورسوي.

د سوداګرۍ د خونې مسوولین وایي چې د پاکستان څخه د ودانیزو توکو، وریجو، بورې، درملو او ځینو مېوو د وارداتو له درېدلو سره، د دغو توکو بیې په افغانستان کې په څرګنده توګه لوړې سوې دي.

افغانستان خپله ډېره سوداګریزه اړتیا له پاکستانه پوره کوي؛ دا توکي وریجې، بوره، درمل، ټوکر، صنعتي خام مواد، تیار خوراکي توکي او ودانیز مواد رانغاړي. کارپوهان خبرداری ورکوي که د پولو تړل دوام وکړي، د افغانستان بازارونه به له توکو کم‌ښت او د نرخونو له لا زیات انفلاسیون سره مخ سي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه