د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې ۱ ملیارد ډالرو ته نژدې شوې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱ ملیارد ډالرو ته ورسېد.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې ۱ ملیارد ډالرو ته نژدې شوې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په دې موده کې پاکستان ته د ۲۷۷ ملیون ډالرو په ارزښت توکي لکه پنبه، د ډبرو سکاره، زنجبیل، ممیز او سبزیجات صادر کړي دي.

په مقابل کې، هیواد له پاکستان څخه د ۷۱۲ ملیون ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، چې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ منفي توازن په ګوته کوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان، د دوو ګاونډیانو په توګه چې ژورې اقتصادي او کلتوري اړیکې لري، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره لوی ظرفیت لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه