د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي ترینګلتیاوو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي او ترانزیټي دروازې تر نامعلومې مودې تړل کېږي.
د دې وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، په یوه خبري غونډه کې وویل: «د پاکستاني وګړو ژوند زموږ لپاره د توکو له تجارت او ترانزیت څخه ډېر ارزښت لري.» د نوموړي څرګندونې وروسته له هغې سوې چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي شخړو او نښتو کچه لوړه سوې، چې له امله یې د تورخم او سپین بولدک په څېر مهمې دروازې تړل سوې دي.
عبدالظهور مدبر، یو اقتصادي کارپوه، وايي: د پولو تړل کېدل د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ، د مالونو پر لېږد او د زرګونو کسانو پر ورځني تګ راتګ جدي منفي اغېز کړی او د اقتصادي او انساني بحران اندېښنې یې زیاتې کړې دي. خو د پاکستان چارواکي ټینګار کوي چې د پولو امنیتي خوندیتوب او د احتمالي ګواښونو مخنیوی د دوی لومړیتوب دی، او تر هغه چې دا اندېښنې نه وي لرې سوې، دروازې به نه پرانېستل کیږي.








