د افغانستان او پاکستان؛ د ترانزیټي انحصار څخه د بدیلو لارو تر لټون پوري

امیرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، په کابل کي د یوې غونډي په مراسمو کي د پاکستان د پولو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان د «خپل ځان بساینې» د ترلاسه کولو یادونه وکړه او ویې ویل چي افغانستان په ډېرو توکو کي ځان بسیا سوی دی.
د افغانستان او پاکستان؛ د ترانزیټي انحصار څخه د بدیلو لارو تر لټون پوري

امیرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، په کابل کي د یوې غونډي په مراسمو کي د پاکستان د پولو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان د «خپل ځان بساینې» د ترلاسه کولو یادونه وکړه او ویې ویل چي افغانستان په ډېرو توکو کي ځان بسیا سوی دی.

دا ادعا په داسي حال کي مطرح سوي چي تر دوو میاشتو زیات وخت کېږي د دوو ګاونډیو هېوادونو سوداګریزې لارې د پولو د شخړو له امله تړلي پاته دي او اقتصادي راکړه ورکړه د جدي خنډ سره مخ سوې ده.

دغه حالت د افغانستان د سوداګریزو معادلو او د دې هېواد د اقتصاد د جوړښتي کمزوریو د بیا ارزولو لپاره یو فرصت برابر کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د پاکستان پر ترانزیټي لارو باندي ژوره تکیه، د لسیزو هغه سیاستي بې‌غورۍ ته رسېږي چي د سوداګریزو دهلېزونو د پراخوالي او بېلابېلو لارو د جوړولو لپاره پکښي عملي ګامونه نه دي پورته سوي.
 د افغانستان ډېری اړین واردات لکه خوراکي توکي، درمل او د ودانۍ اړوند توکي د پاکستان د خاوري له لاري افغانستان ته رارسېدل.

دا یوازي یو اقتصادي انحصار نه وو، بلکي د سیمه یېزو سیاسي اړیکو له اړخه یې هم افغانستان د کمزوري دریځ سره مخ کړی وو. پخوانیو حکومتونو د دې انحصار په اړه پوهه درلوده، خو د اړتیا په وخت کي یې د بدیلو لارو د برابرولو لپاره هېڅ عملي او اغېزمن پلان نه درلود.

پاکستان له ډېره وخته د پولو د تړلو څخه د کابل سره د سیاسي او امنیتي فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. دا هغه تګلاره ده چي هر وخت د اسلام‌آباد ګټي په خطر کي لوېدلي، عملي سوې ده، او کېدای سي د اقتصادي جګړې یوه نارسمي بڼه وبلل سي.

د پولو د لارو تړل کېدل یوازي د افغانستان پر سوداګرو او خلکو اغېز نه کوي، بلکي د پاکستان سوداګرو ته یې هم زیان رسولی دی، او د دواړو خواوو په بازارونو کي د ډېرو توکو بیې لوړي سوي دي. دا ښيي چي د لنډمهاله غچ اخیستونکي سیاستونو پایلې د دواړو لورو لپاره درنې او اوږدمهاله دي .

د طالبانو هغه ادعا چي افغانستان د ځان بساینې او د بدیلو سوداګریزو لارو د جوړولو په برخه کي پرمختګ کړی دی، که څه هم تر ډېره تبلیغاتي اړخ لري، خو کېدای سي د افغانستان د اقتصادي سیاست جوړوني لپاره یو مهم بدلون وي.

د منځنۍ آسیا، ایران او نورو ګاونډیو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول هغه ظرفیت دی چي کلونه ورته پام نه دی سوی. د ایران د بندرونو څخه ګټه اخیستل، د رېل‌لارو پراخول او د ترانزیټي زیربناوو پیاوړي کول افغانستان د یوې لاري له انحصار څخه ژغورلای سي.
خو د دې پلانونو عملي کېدل د سمو ستراتیژیکو اړیکو، اوږدمهاله پانګونې او سیاسي ثبات غوښتنه کوي.

 افغانستان باید د سیمي او نړۍ د هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د برابرولی لپاره یوه روښانه او بشپړه اقتصادي نقشه جوړه کړي، څو د پاکستان سره د موسمي سیاسي شخړو قرباني نه سي.

دغه بدلون او د انحصار څخه خلاصون، د افغانستان لپاره یوازي اقتصادي خوندیتوب نه دی، بلکي د دې هېواد د سیاسي او امنیتي پرېکړو لپاره هم یوه واقعي خپلواکي ده. دا هغه ګام دی چي د رښتیني استقلال او د ملي ګټو د پیاوړي کولو په معنا تعبیرېدای سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x