د افغانستان او مراکش برخلیک ټاکونکې لوبه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن، د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه)، د ۲۰۲۵ کال د اسلامي هېوادونو د سیالیو په درېیمه او تر ټولو حساسې لوبه کې، د مراکش له پیاوړې لوبډلې سره مخامخېږي.
د افغانستان او مراکش برخلیک ټاکونکې لوبه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن، د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه)، د ۲۰۲۵ کال د اسلامي هېوادونو د سیالیو په درېیمه او تر ټولو حساسې لوبه کې، د مراکش له پیاوړې لوبډلې سره مخامخېږي.

دا سیالي به نن د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ بجې پیل سي، او پایله به یې د افغانستان ملي لوبډلې د راتلونکې مرحلې تګ لپاره برخلیک ټاکونکې وي. د افغانستان د فوټسال ملی لوبډلې تراوسه په خپلو دوو لومړیو لوبو کې حیرانوونکې لاسته راوړنې درلودلې دي. هغوی په لومړۍ لوبه کې تاجیکستان ته ۹-۵ ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې د ایران له پیاوړې لوبډلې سره ۲-۲ مساوي سوه. دا د پام وړ پایلې د افغانستان د صعود هیلي لا پیاوړې کړي دي.

افغانستان که نن د مراکش پر وړاندې بریالی سي، بې له د نورو لوبو پایلو څخه، راتلونکی پړاو ته تللی سي. که لوبه مساوي سي، نو نتیجه به د ګولونو توپیر او د تاجیکستان او ایران د لوبې پر پایله پورې اړه ولري. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال په نړیوالو سیالیو کې تاجیکستان ماتوي او ایران دروي. اوس میلیونونه افغانان د نن ورځې لوبې ته هیله مند دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x