د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ټرمپ اداره د افغانستان په ګډون د ۴۳ هېوادونو پر اتباعو د سفر نوي محدودیتونه لګولو پلان په پام کې نیسي.
دا هیوادونه په دریو ډلو ویشل شوي دي: په “سور لیست” کې، چې د افغانستان په ګډون ۱۱ هیوادونه پکې شامل دي، د امریکا ویزې به په بشپړه توګه وځنډول شي.
په “نارنجي لیست” کې، لس هیوادونه د ویزې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې یوازې مشهور سوداګر یا شتمن اشخاص کولای شي سفر وکړي.
په “ژېړ لېست” کې، ۲۲ هېوادونه ۶۰ ورځې وخت لري چې خپلې امنیتي نیمګړتیاوې حل کړي؛ که نه نو، دوی هم ممکن په نورو دوو لیستونو کې اضافه شي.