د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د ثور ۲مه) اعلان وکړ چې د دغه وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په کابل کې د قطر د سفارت له شارژدافیر ډاکټر میردیف القاشوطي سره کتلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د امنیتي وضعیت او د ګډې همکارۍ د پراختیا په برخو خبرې وکړې.
مولوي محمد نبي عمري د قطر حکومت د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ او همکارۍ، په ځانګړې توګه په بشري او پرمختیایي برخو کې، ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې د دې همکارۍ د دوام او پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې قطر په وروستیو کلونو کې د سولې د خبرو اترو په کوربه توب او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې د پام وړ رول لوبولی دی.