د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ایران په وړاندې له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو د شتون په اړه د ایران د اسلامي شورا د یوه غړي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چی د افغانستان له پولو ایران ته کوم امنیتي ګواښ نشته. فطرت د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې په دې خبره ټینګار وکړ چی د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه له ایران سره په پوله کې له امنیت څخه خبر دي او هیڅ ډول امنیتي ګواښ ورته نشته. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون غړي یعقوب رضازاده ادعا کړې ده چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه په خپلو سرحدي سیمو کنټرول نه لري او قاچاقبر او ترهګر هلته فعال دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دغه ادعا رد کړه او د وسلو د قاچاق موضوع يې په نړيواله کچه يو عام ګواښ وباله او د دې ستونزې له منځه وړل يې ناشوني وبلل.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د یوناما له مشر سره په لیدنه کې د دوحې د ناستې د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x