د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د قطر الجزیرې شبکي په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د پولو په اوږدو کې د نښتو زیاتوالی د چین د خلکو امنیت او ګټې په منځنۍ اسیا کې په پراخه کچه اغېزمنې کړي دي.
د راپور له مخې، بیجینګ د دې اندېښنه لري چې که په سرحدي سیمو کې د سختدریځو ډلو فعالیت پراخ سي ممکن د چین سره ګډو سرحدي هېوادونو خاوری ته ورننوزي. الجزیرې لیکلي چې چین په ځانګړي ډول د احتمالي ګواښونو په اړه د هغو جنګیالیو له خوا چې د انصارالله تاجیکستان سره تړاو لري او ویل کېږي چې له طالبانو سره اړیکې لري، لوړ حساسیت لري.
الجزیرې همدارنګه اشاره کړې چې بیجینګ په تیرو کلونو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان په زیربنایي پروژو کې د پراخو پانګونو له لارې هڅه کړې ترڅو د دې سیمو ثبات تأمین کړي، خو د پولو په اوږدو کې د ناامنۍ زیاتوالی دغه هڅې له ننګونو سره مخامخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې، پنځه چینایي وګړي هم د افغانستان له خاوري د تاجیکستان په سرحد کې د بریدونو په نتیجه کې وژل سوي وو؛ هغه موضوع چې د شنونکو په وینا کولی سي د چین د سیمې امنیتي سیاستونه بدل کړي.




