د افغانستان او ایران په دوغارون پوله کې د سوداګرۍ د پام وړ وده

د روان کال په ترڅ کې د ایران د صادراتو حجم افغانستان ته ۳۰ سلنه زیات سوی او ارزښت یې ۶۰ سلنه لوړ سوی دی. دوغارون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149695
۱ اونۍ مخکی
شماره خبر 149695
منتشر شده در 11:39 ق.ظ

د راپورونو له مخې، په روان کال کې د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت له دوغارون پولې څخه افغانستان ته د توکو صادرات ۳۰ سلنه زیات کړي او ۴۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي. د دې صادراتو مالي ارزښت هم د ۶۰ سلنه زیاتوالي په ترڅ کې له ۵۹۶ میلیونه ډالرو اوښتی دی. حسین جمشیدي، د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوال، (دوشنبه، د وږي ۳۱مه) د ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې ساختماني توکي، خوراکي مواد، مېوې او سبزيجات، میلګرد، د نفتو محصولات او مایع ګاز د افغانستان لپاره د ایران له مهمو صادراتي توکو څخه دي. په مقابل کې، د افغانستان له لوري د غوړو دانې او ساختماني ډبرې تر ټولو ډېر واردات جوړوي. نوموړي زیاته کړه چې په همدې موده کې، ۴۹ زره ټنه توکي چې ارزښت یې له ۱۲۳ میلیونه ډالرو زیات دی، د افغانستان له لارې دوغارون ته ترانزیټ سوي دي. سربېره پر دې، ۸۵۸ زره ټنه توکي چې شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره ارزښت لري، د نورو هېوادونو له لارې هم د دې رسمي پولې په مټ ترانزیټ سوي دي. جمشیدي د دوغارون د مهم اقتصادي رول یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د ایران او افغانستان ترمنځ، او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې د دوغارون او اسلام‌قلعه په پوله کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانولو لپاره ګډې هڅې وکړي. د تایباد ولسوال ټینګار وکړ چې د دې رسمي پولې د زیربناوو پراختیا کولای سي دایمي کاري فرصتونه رامنځته کړي او د سیمې اقتصادي وده تضمین کړي. اوس مهال هره ورځ له څلور زرو څخه ډېر کسان – چې پکښې موټرچلوونکي، مسافر، سوداګریز فعالان او اداري او خدماتي کارکوونکي شامل دي – د دوغارون د مسافرو په برخه کې تګ راتګ کوي. دغه لاره هر کال له یو میلیونه څخه ډېر قانوني مسافران د ایران او افغانستان ترمنځ لېږدوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، سه شنبه، د میزان 8
د کابل د سرو زرو اتحادیې د سرو زرو بیه نن، شنبه، د میزان 5 اعلان شوه
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( سه شنبه د 1404 کال د میزان 8)
azir-maden-taliban
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرو او صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر اعلان وکړ چې دغه وزارت ژمن دی د سوداګرو او صنعتکارانو اقتصادي فعالیتونه د عملي او اغېزمنو اقداماتو له لارې اسانه کړي.
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 7)
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
طالبان: ۹۱۰ کورنۍ په یوه ورځ کې هېواد ته راستنې سوی دي
۲۳ ساعتونه مخکی
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي او پایدارې بیا رغونې غوښتنه وکړه
۱ ورځ مخکی
په لغمان کې د ۴.۳ ریښتره زلزلې پېښه
۱ ورځ مخکی
امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي
۱ ورځ مخکی
د افغانستان د معیوبینو ملي کرکټ ټیم پاکستان ته ولاړ
۲ ورځې مخکی
په ننګرهار او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل سو
۲ ورځې مخکی
د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
۲ ورځې مخکی
اندونیزیا د زلزله‌ ځپلو د مرستې لپاره ډاکټران کنړ ته ولېږل
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۱ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۲ میاشتی مخکی
6:45 ب.ظ