د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د سهشنبې په ورځ، د سنبلې۲۵مه ۱۴۰۴، په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ملا عبدالغني برادر، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، له سید محمد اتابک، د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر او ورسره مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیالۍ په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، د چابهار بندر، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیټې د لا اغېزمن فعالیت او کارکوونې په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
له بلې خوا، د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر هم پر دې ټینګار کړی چې تهران د بېلابېلو برخو په کچه د ګډو اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پیاوړتیا لپاره چمتووالی لري.
د راپورونو له مخې، ټاکل سوې ده چې د ایران پلاوی د طالبانو د سرپرست حکومت له مهمو ادارو، په ځانګړي ډول د کانونو، سوداګرۍ او عامه خدمتونو له وزارتونو، او همدارنګه د خصوصي سکتور له استازو سره لیدنې وکړي.