د افغانستان امنیتي پېښو کې ۱۴.۷ سلنه زیاتوالی

په درې‌میاشتني تازه راپور کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې جارجیوټ ګانیون «د افغانستان وضعیت او د هغه پایلې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره» تر سرلیک لاندې خپور کړی، راغلي چې د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱ اکتوبر پورې، ټولټال ۲۷۳۷ د امنیت او خوندیتوب اړوند پېښې په افغانستان کې ثبت سوې دي.
د افغانستان امنیتي پېښو کې ۱۴.۷ سلنه زیاتوالی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په درې‌میاشتني تازه راپور کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې جارجیوټ ګانیون «د افغانستان وضعیت او د هغه پایلې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره» تر سرلیک لاندې خپور کړی، راغلي چې د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱ اکتوبر پورې، ټولټال ۲۷۳۷ د امنیت او خوندیتوب اړوند پېښې په افغانستان کې ثبت سوې دي. دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله ۱۴.۷ سلنه زیاتوالی ښيي

په دې درې‌میاشتني راپور کې ویل سوي چې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو فعالیتونه زیات سوي دي. راپور زیاتوي چې دغو ډلو د ۴۱ تاوتریخوالي پېښو، په شمول د لاسي بم چاودنو او د طالبانو پر پوستو او کاروانونو ډزو، پړه پر غاړه اخیستې ده؛ چې له دې ډلې ۱۹ پېښې د خپلواکو سرچینو له لوري تایید سوې دي.

هغه وسله‌والې ډلې چې د دغو بریدونو مسؤلې بلل سوي، د «آزادۍ جبهه »، «مقاومت جبهه»، «ملي جګړې جبهه»، «بسیج ملی جبهه»، «د افغانستان د خلکو د آزادۍ ملی جبهه» او «د افغانستان د آزادۍ غورځنګ» په یو شمیر ولایتونو لکه کابل، پنجشیر، تخار، بغلان، کندهار، کندز، هلمند، هرات او نیمروز کې د بریدونو عاملین ذکر سوي دي.

راپور همدارنګه وایي چې د داعش-خراسان څانګې بریدونه هم د شمېر او هم د کچې له پلوه کم سوي، او طالبانو د دې ډلې پر ضد عملیات کړي دي.

خو له دې سره سره، د اګست په ۱۲مه داعش-خراسان ادعا کړې چې د دې ډلې دوه جنګیالي چې د غلا په تور د کندز په زندان کې بنديان وو، د دې ډلې د افرادو له خوا تښتول سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x