د افغانانو لپاره د پاکستان د پاسپورت غیرقانوني صدور

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) اعلان کړی چې له ۷ زرو څخه ډېر پاسپورټونه د بهرنيو وګړو لپاره، چې زیاتره یې افغانان دي، په غیرقانوني ډول صادر سوي او دا کار د دولتي کارکوونکو په مرسته ترسره سوی دی.
د افغانانو لپاره د پاکستان د پاسپورت غیرقانوني صدور

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې(FIA)ویلي چې ډېر شمېر افغانانو د لوړو پیسو په ورکولو سره د پاکستان د هویت جعلي کارتونه او پاسپورټونه ترلاسه کړي دي. د پاکستان د «سما» تلویزیون د راپور له مخې، د سه شنبې په شپه (۱۱ د قوس)، د افغانستان سفارت په سعودي عربستان کې ۱۲ زره او ۹۶ پاکستانی پاسپورټونه په ریاض کې د پاکستان سفارت ته بیرته سپارلي دي. د پاکستاني ادارو د څېړنو له مخې، د دې جملې څخه ۷ زره او ۶۱۳ پاسپورټونه په غیرقانوني ډول د بهرنيو وګړو، چې زیاتره یې افغانان دي، لپاره صادر سوي دي.

FIA وایي چې دغه کار د پاکستان د نفوسو د ثبت ادارې (نادرا) د ځینو مامورینو او د کډوالۍ د برخې د کارکوونکو په ګډه همکاري ترسره سوی دی. دا تازه رسوایي په داسې حال کې بربنډېږي چې تر دې مخکې هم څو ځله د پاکستاني هویت جعلي اسنادو د صادرېدو راپورونه ورکړل سوي وو، په ځانګړي توګه د افغان مهاجرینو لپاره. پاکستاني چارواکو ویلي چې پلټنې لا هم روانې دي او له ټولو لاس لرونکو کسانو سره به قانوني چلند وسي. ویل کېږي چې دا قضیه د پاکستان په افغان مهاجرو ډېر جدي اغېز کولای سي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د افغانانو د جبري شړلو لړۍ لا هم دوام لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x