د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له غاصبينو څخه د تاريخي زېرمو او ځمکو پر بېرته راګرځولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له غاصبينو څخه د تاريخي زېرمو او ځمکو پر بېرته راګرځولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په هرات کې د وزیر یارمحمد خان له مزار څخه د لیدنې پرمهال له غاصبينو څخه د دغه وزارت اړوند د تاريخي زېرمو او ځمکو پر بېرته راګرځولو ټينګار وکړ.

په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق آخند او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقاني یې هم ملتیا کوله.

ملا خیرخواه وویل، چې دغه زیارت ته به ځانګړې پاملرنه وشي او هغه برخې چې غصب شوې دي، له غاصبینو بېرته را وګرځوي.

په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا حقاني هم د غاصبینو له خوا د دغه زیارت د غصب شویو ځمکو د ژر تر ژره تعقیب غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د دغه زیارت ځمکه شاوخوا ۲ زره متره مربع مساحت لري.

په همدې حال کې ملا خیرالله خیرخواه د یاد ولایت له جهادي منظر څخه هم لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د یو نوي موزیم د جوړولو اعلان وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه موزیم کې به د اسلامي امارت د مجاهدینو د زړورتیا آثار او نمونې چې د اشغال پر وړاندې یې د مبارزې په لاره کې ښودلې، نندارې ته اېښودل کېږي.

بیشتر بخوانید:  د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ او پر افغانستان د پاکستان د احتمالي برید په اړه شکونه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x