د معمار پرس د خبر له مخې؛ مهاجر فراهي په ختیځ زون کې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه ننګرهار ولایت ته تللی او هلته یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو سره د رسنیو د ستونزو د حل په موخه کتلي دي.
په دغه کتنه کې د یاد ریاست مسوولینو له نوموړي سره د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل او شته ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
نوموړي د دغې ادارې د کارونو او فعاليتونو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې شته ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.
ټاکل شوې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال په دغه ولایت کې د یو شمېر رسنیو له استازو سره هم وګوري.