د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې مولوي رفيع الله صمیم له ملا خيرالله خيرخواه سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال خیرخواه نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې ورته لازمې مشورې او سپارښتنې وکړې.
نوموړي دغه راز د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې شته ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسېدنه وشي.