د اسیا پراختیایي بانک او جاپان په افغانستان کې د اقتصادي او پراختیایي همکاریو د پلي کولو ژمنه وکړه

تعهد تازه بانک توسعه آسیایی به اجرای پروژه‌های زیربنایی در افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د آسیا پراختیایي بانک او د جاپان سفارت ژمنه کړې چې په افغانستان کې به خپلې اقتصادي او پرمختیایي همکارۍ پراخوي.

دا ژمنه د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر، په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا او د آسیا پراختیایي بانک مشر ډیویډ جي هیل ترمنځ په یوه غونډه کې وشوه.

د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا غونډه په مثبت او ژمن فضا کې ترسره شوه او تمرکز یې د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د پراختیایي پروژو ملاتړ او په افغانستان کې د زیربناوو بیارغونه وه.

د غونډې په جریان کې، د جاپان سفیر او د آسیا پراختیایي بانک چارواکي دواړو اعلان وکړ چې په هیواد کې د پیچلو شرایطو سره سره، دوی چمتو دي چې خپله همکاري زیاته کړي او د زیربناوو، انرژۍ او بیارغونې په برخو کې نورې پروژې پلي کړي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه: له پوځي بریا وروسته هېواد علمي او اقتصادي خپلواکۍ ته هم اړتيا لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه