د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه خونه د افغانستان د ښځو او انجونو په نوم نومول کېږي

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د افغانستان د ښځو او انجونو د مبارزې او مقاومت د قدردانۍ په موخه، په سمبولیک اقدام کې د دغه وزارت په ودانۍ کې یوه خونه د افغانستان د ښځو او انجونو په نوم نوموي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه خونه د افغانستان د ښځو او انجونو په نوم نومول کېږي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ ویلي چې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې ده چې یوه خونه د افغانستان د ښځو او انجونو په نوم ونوموي.

د یاد بنسټ په وینا، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوئل آلبارس، دا موضوع د «موږ ته غوږ ونیسئ» په نوم غونډه کې مطرح کړې ده. ښاغلي آلبارس ویلي چې دا اقدام د افغانستان د ښځو او انجونو د مبارزې، ټینګار او مقاومت د قدردانۍ لپاره ترسره کېږي.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دا هماغه تالار دی چې په ۲۰۲۲ کال کې پکې د «موږ ته غوږ ونیسئ» د غونډې لومړی پړاو ترسره سوی وو او په ترڅ کې یې د ګډون‌کوونکو افغان ښځو ګډ انځور اخیستل سوی وو.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ په همکارۍ نن د «موږ ته غوږ ونیسئ» د غونډې کوربه وو؛ هغه غونډه چې د طالبانو د پراخو بشري حقونو د نقض، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، په اړه د حساب‌غوښتنې د لارو چارو د تعقیب په موخه جوړه سوې وه.

په دې غونډه کې شاوخوا ۵۰ تنه افغانې ښځینه فعالانو ګډون درلود.

خوزه مانوئل آلبارس د غونډې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د ښځو او انجونو څخه د اسپانیا پر ټینګ ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد به یې هېڅکله د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x