د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي، شیخ محمد بن عبدالکریم العیسي، دوشنبې د میزان په ۲۸مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند دا هوکړه د تاوتریخوالي د کمولو او د سیمې د سولې د پیاوړتیا لپاره رغوونکې هڅه ده.
نوموړي ویلي، دا تړون کولای سي د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو، تفاهم او همکارۍ زمینه برابره کړي او د پولو د شخړو او نښتو ناوړه اغېزې راکمې کړي.
دغه سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ټولو هڅو بشپړ ملاتړ کوي. یاده اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو اونیو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د دواړو هېوادونو په ګډو پولو کې د درنو نښتو راپورونه ورکړل سوي وو.