د اسلامي همکاریو سازمان له لوري د کنړ زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو د هلال‌احمر له لارې د کنړ ولایت زلزله‌ځپلو ته ۱۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان له لوري د کنړ زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو تر ادارې لاندې د هلال‌احمر ټولنې ته د کنړ ولایت زلزله‌ځپلو لپاره ۱۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته سپارلې ده.

هلال‌احمر د سه‌شنبې په ورځ، د عقرب په ۲۰مه، ویلي چې دا مرسته د هغو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې سوې ده چې د وروستیو زلزلو له امله متضررې سوې دي.

د راپور له مخې، دا نغدي مرسته محمد سعید العیاش، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر رئیس، شهاب‌الدین دلاور، د طالبانو د هلال‌احمر عمومي رئیس ته سپارلې ده. دا مرستې په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ژمي له رارسېدو سره سره، زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ لا هم د سرپناه، خوړو او روغتیایي خدماتو له جدي نشتون سره مخ دي.

طالبانو ویلي چې د کنړ د مرګ‌ونو زلزلو له امله تر اوسه له ۲ زره زیات کسان وژل سوي، له ۳ زره زیات ټپیان دي، او شاوخوا ۶٬۷۰۰ کورونه ویجاړ سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x