د معمار پرس د خبر له مخې: په قطر کې د دوحې د غونډې په وروستۍ ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان استازي طارق علي بخیت د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له حکومت سره د رغنده او دوامداره خبرو غوښتنه وکړه. ښاغلي بخیت زیاته کړه، چې دغه سازمان به د طالبانو له حکومت سره د ښځو د تعلیم او کار او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه رغنده خبرو ته دوام ورکړي. هغه د افغانستان او خلکو د ګڼو ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او مدغم ستراتیژیکې تګلارې پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9289
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9289
منتشر شده در ۱۵:۳۴ - سرطان ۱۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email