د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د طالبانو ګډون

د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د طالبانو ګډون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو پلاوي د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون وکړ. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو پلاوی به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او استازو سره هم پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي. دغه غونډه پرون په ګامبیا کې پیل شوه او ټاکل شوې نن هم دوام وکړي. تر دې مخکې د امیرخان متقي په ګډون طالب چارواکو د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو غوښتي وو چې د افغانستان واقعیتونه د خپلو هېوادونو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په څلورو نویو ولایتونو کې د آسان خدمتونو مرکزونو د پراخولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x