د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر علي قرهداغي د روسیې د وروستي اقدام ستاینه وکړه او دا پریکړه یې د افغان خلکو د ارادې د درناوي نښه وګڼله.
هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي هېوادونو له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل کولای شي په سیمه کې د دې ډلې د دریځ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې مشر وویل چې د طالبانو حکومت د افغانانو د قربانیو پایله ده او د خلکو له ملاتړ څخه یې خپل مشروعیت ترلاسه کړی دی.