د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر، د افغانستان طالبان او د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) د اسلامآباد په وروستي ځانمرګي برید کې د ګډ لاس لرلو په تور تورن کړل. ترار په یوه خبري غونډه کې وویل چې «روښانه شواهد» شتون لري چې ښيي د دې برید عامل یو افغان وګړی وو. د هغه په خبره، دغه برید د افغان طالبانو او د پاکستانی طالبانو غورځنګ په همکارۍ طرحه او ترسره سوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان استخباراتي ادارې د دې پېښې ټول اړخونه په غور څېړي او ترلاسه سوي شواهد ښيي چې د بریدګرو ډلې پناهځایونه او ملاتړي منابع په افغانستان کې دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې د اسلامآباد او کابل ترمنځ تاوتریخوالی په شدّت زیات سوی دی. د پاکستان چارواکو څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې چې د TTP د پناهځایونو پر ضد په افغانستان کې اقدام وکړي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي. ترار همدارنګه خبرداری ورکړ چې پاکستان د افغانستان د خاوري څخه د امنیتي ګواښونو په وړاندې به چپ پاتې نسي او د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي.



