د مونيخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې، خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزير، د الماني رسنۍ دویچهوله سره په خبرو اترو کې هغه حقیقت څرګنده کړه چې کلونه د انکار او دلیل وړاندې کولو په پرده کې پټ و. آصف په ښکاره توګه وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت او پر پاکستان د هغې اغېزې، «د اتيايمې لسيزې او د ۱۱ سپتمبر وروسته د اقداماتو بیه» ده. دا اعتراف یوازې د شخصي فکر څرګندونه نه ده، بلکې د یوې ژور ستراتیژیک کړکېچ نښه ده چې اسلامآباد پدې کښې اوس ښکېل پاتې سوي دي .
اتيايمه ميلادي لسيزه د اوسني پېچلي او ستونزمنې لارې د پيل ټکی و؛ هغه مهال چې پاکستان د سړې جګړې په لومړۍ کرښه کې و او د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پر وړاندې پراخې او منظمې پاليسۍ يې پلي کړي. د ۱۱ سپتمبر پېښو وروسته هم، د اسلامآباد دوه اړخيزه تګلاره — د امريکايي ائتلاف سره همکاري — دغه کړۍ نوره هم پیاوړې کړه.
د پاکستان د دفاع وزير په ښکاره توګه وايي، هغه څه چې په لویدیځه پوله پېښېږي، د هماغه پخوانيو پرېکړو پایله ده؛ پرېکړه چې د هغه په وینا اوس يې بیه د پوځ د سرتېرو د وینې، اقتصادي بېثباتۍ او څو اړخيزو کړکېچونو په بڼه ورکول کېږي.
خو دغه بیه ورکول یوازې یو ساده اعتراف نه دی؛ بلکې د ناسمې ستراتیژیکې محاسبې نښه ده. پاکستان افغانستان د هند په وړاندې خپل «ستراتیژیک ژوروالی» ګڼلی و؛ داسې ژوروالی چې غوښتل یې د دفاعي ډال په توګه وي، خو اوس یو داسې ژور حالت ته اوښتي چې د پاکستان خپل امنیت ته ګواښ پېښوي. هند او کابل ته پرلهپسې تورونه د دې لپاره چې د وسلهوالو ملاتړ کوي، له دې زیاتې حللارې نه وړاندې کوي؛ خو څرګندوي چې د کړکیچ پېښونکو تګلارو د پایلو پر وړاندې بېوسۍ څرګندوي.
په وروستیو میاشتو کې د وضعیت د بدلون نښې ښکاره سوي دي. د امیرخان متقي سفر هند ته، په کابل کې د هند د استازولۍ لوړول تر سفارت پورې، او د طالبانو ډیپلوماتانو هند ته استول، دا نژدېوالي چې اسلامآباد یې «صمیمي» او ګواښونکی ګڼي، په حقیقت کې د طالبانو د ډیپلوماتیک انزوا په وړاندې یو طبیعي غبرګون دی او د بهرنیو اړیکو د بیلابیل والي هڅه ګڼل کېږي. کابل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي هیواد پر وړاندې ونه کارول سي او د پاکستان ناامني دننه ریښې لري.
په دې حال کې ، د پاکستان ښکاره پوځي ګواښونه پر افغانستان دا ښايي چې د تېرو درسونو بشپړه زده کړه لا نهده ترلاسه سوې. د اسلامآباد ستراتیژستان داسې انګېرنه لري چې په افغانستان کې د کړکېچ جوړول کولای سي لنډمهاله ګټې راوړي، بې له دې چې پوه سي هر نوې مداخله د تاوتریخوالي او بېثباتۍ دوره لا نوره ژوره کوي.
خواجه آصف د پاکستان د نن ورځې د ورکړل شوي بیې په اړه خبرې وکړې، خو مناسب به وای چې د دې ترڅنګ د هغه ستر ناورین یادونه هم وکړي، چې په څو لسیزو کې د ناسمو تګلارو له امله د اشغالګرو، سترواکمنو او اسلامآباد له خوا د افغانستان پر وګړو راغلی دی. دې ناورین کې پرلهپسې کړکېچونه ، د میلیونونو خلکو بېکوره کېدل، پراخ وژنې او د نسلونو تباهي شامله ده .
داسی ښکاري چې د دې تړلي حالت د وتلو لاره، د بهرني تګلارو بنسټیزه بیاکتنه ده؛ داسې تګلارې چی د افغانستان ملي حاکمیت ته متقابل درناوی وکړي، له نیابتي لوبو ډډه وکړي، او د امنیتي سیالۍ پر ځای په اقتصادي او ترانزیتي همکاریو تمرکز وکړي. تر هغه وخته چې افغانستان یوازې د پاکستان د ستراتیژیک ژوروالي په توګه وکتل سي، نه د برابر ګاونډي په توګه، پاکستان به لا ډېر لوړې بیې ورکړي.
د خواجه آصف اعتراف، که څه هم ناوخته دی، کولای سي د بدلون ټکی وګرځي؛ نه د تېرو کړنو د دلیل ښودلو لپاره، بلکې د یوه نوي راتلونکي د جوړولو لپاره. هغه راتلونکې چې پکښې د پاکستان امنیت په افغانستان د کمزوري کولو کې نه، بلکې په ثبات او پرمختګ کې موندل کېږي.



