د اسراییلو د پوځ لوی درستیز د حماس پر وړاندې د ماتې له منلو وروسته استعفا

استعفا رئیس ستاد کل ارتش اسرائیل پس از اذعان به شکست در برابر حماس

د اسراییلو د پوځ لوی درستیز هرتزي هالیوي اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په شپږمه به له خپلې دندې استعفا ورکړي. په خپل استعفا لیک کې، هغه ومنله چې د هغه تر قوماندې لاندې پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ د طوفان الاقصی عملیاتو په مقابله کې پاتې راغی. یارون فینکلمن، د اسراییلو د جنوبي قوماندې لوړ پوړی قوماندان، چې په غزه کې د عملیاتو مسؤل و، هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. په عین حال کې، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو، چې پخپله د نیوکو تر فشار لاندې دی، اعلان کړی چې د دې موضوع په اړه هر ډول تحقیقات باید په غزه کې د جګړې تر پای ته رسیدو پورې وځنډول شي.

بیشتر بخوانید:  په بدخشان کې په یوه ځانمرګي برید کې د سرپرست والي مرستیال او یو بل کس وژل شوی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه