د استرالیا او ملګرو ملتونو چارواکو د افغانستان دایمي حل لارو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان په چارو کې د استرالیا ځانګړې استازولۍ اعلان کړی چې ددې سازمان چارواکو د ملګرو ملتونو د استوګنې بشري ادارې له مسؤلینو سره په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او دایمي حل لارو په اړه خبرې کړي دي.
د استرالیا او ملګرو ملتونو چارواکو د افغانستان دایمي حل لارو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان په چارو کې د استرالیا ځانګړې استازولۍ اعلان کړی چې ددې سازمان چارواکو د ملګرو ملتونو د استوګنې بشري ادارې(UN-Habitat)له مسؤلینو سره په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او دایمي حل لارو په اړه خبرې کړي دي. د استرالیا د ځانګړې استازولۍ دفتر په خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ، د قوس ۱۲مه خپره سوه، ویل سوي چې د افغانستان لپاره د استرالیا ځانګړې استازې، آماندا مک‌ګرګور، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استوګنې بشري سازمان مسؤلې، استفاني لوز، مېلمنه وه.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د ملګرو ملتونو د استوګنې بشري برنامو، د استوګنې د وضعیت د ښه کولو، ښاري پراختیا او د ځايي ټولنو د ظرفیت د پیاوړتیا لپاره د راتلونکو بحرانونو پر وړاندې د چمتووالي په اړه خبرې او نظرونه شریک کړل. د استرالیا ځانګړې استازولۍ ټینګار کړی چې هېواد یې به د ملګرو ملتونو ترڅنګ د افغانستان دایمي حل لارو او پراختیايي پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x