د استانبول د خبرو اترو دوامداره ترینګلتیا؛ د طالبانو او پاکستان درېیمه ورځ خبرې بې‌پایلې پاتې سوې

د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو له بهیر سره نږدې سرچینې وایي، د دواړو لوریو خبرې اترې بې‌له پایلې پای ته رسېدلې دي.
د استانبول د خبرو اترو دوامداره ترینګلتیا؛ د طالبانو او پاکستان درېیمه ورځ خبرې بې‌پایلې پاتې سوې

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، که څه هم د طالبانو او پاکستان د پلاوو د خبرو دوهم پړاو په استانبول کې روان دی، خو د طالبانو نږدې رسنیو د باوري سرچینو په حواله ویلي چې د پاکستاني پلاوي په دریځونو کې لازمه همغږي نه تر سترګو کېږي، او دا پلاوی هڅه کوي د څرګندو دلایلو د وړاندې کولو پر ځای له خبرو شاتګ وکړي او د خبرو مېز پرېږدي.

د راپور پر بنسټ، د پاکستان پلاوي له طالبانو غوښتي چې ومني: که د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) له لوري بریدونه ترسره سي، د پاکستان پوځ به دا حق ولري چې د افغانستان خاوره په نښه کړي. په یوه بل مهم بدلون کې، د پاکستان پلاوي لومړی ځل منلې ده چې دغه هېواد له یو بهرنی دولت سره یو تړون لري چې له مخې یې په افغانستان کې د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه ترسره کېږي.

دوی ټینګار کړی چې دا بریدونه د یوه دوه‌اړخیز تړون برخه ده او اسلام‌آباد یې د مخنیوي واک نه لري، ځکه د دغه تړون نقض “ناممکن” دی. دا څرګندونې په داسې حال کې سوي چې طالبان بیا تل ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ وسله‌والې ډلې لخوا نه کارېږي او هېڅ هېواد ته د افغانستان د خاورې د نقض کولو اجازه نه ورکوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا له هغه وروسته زیاته سوې چې د پولو پر سر د امنیتي ګواښونو او سرحدي بریدونو شمېر لوړ سوی. دا پړاو خبرې د همدې ترینګلتیا د کمولو په موخه پیل سوې وې، خو تر اوسه یې هېڅ ډول نتیجه نه ده لرلې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه