د معمار پرس د خبر له مخې؛ باوري سرچینو د افغانستان د یو له مشهورو علمي او مذهبي شخصیتونو څخه د پروفیسور عبدالرب رسول سیاف د ایران د سفر خبر ورکړی دی. دا د ایران اسلامي جمهوریت ته د هغه لومړی رسمي سفر دی. استاد سیاف، د افغانستان د اسلامي اتحاد ګوند مشر او د هیواد په سیاسي پرمختګونو کې یو اغیزمن شخصی دي چي له څلورو لسیزو وروسته ایران ته سفر کړی دی. پروفیسور سیاف په افغانستان کې د پوهانو او اغیزمنو شخصیتونو په منځ کې لوړ مقام لري او د هیواد په بیلابیلو برخو کې پراخه نفوذ لري. هغه په سیمه کې هم یو پیژندل شوی شخصیت دی او له مختلفو هیوادونو سره، په ځانګړې توګه هند او ترکیې سره پراخې اړیکې لري.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121878
- کې خپور شو 2:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 121878
- February 26, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121878
- کې خپور شو 2:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 121878
- February 26, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:18 - February 26, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



