د ازبکستان وارداتي برېښنا له لسو ورځو پرې کېدو وروسته په افغانستان کې بېرته وصل سوه

د «برشنا» شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان له لوري واردېدونکې د برېښنا یو لین، چې نږدې لس ورځې مخکې د دواړو هېوادونو په صفري نقطه کې پرې سوې وو، بېرته نښلول سوې دي.
د ازبکستان وارداتي برېښنا له لسو ورځو پرې کېدو وروسته په افغانستان کې بېرته وصل سوه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر ادارې لاندې د برشنا شرکت ویلي چې هغه برېښنايي کرښه، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې پرې سوې وه، اوس بېرته فعاله سوې ده. دغه شرکت د یک‌شنبې په ماښام، د عقرب په ۴مه، په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کرښه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د صفري کرښې په سیمه کې د ازبکستان په خاوره کې پرې سوې وه، خو د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو د هڅو په پایله کې بېرته شبکې ته ونښلول سوه.

د برشنا شرکت په وینا، له دې کرښې د بېرته وصلېدو سره به د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې، چې کابل هم پکې شامل دی، د برېښنا پرې کېدل یا «پرچاوي» کمه سي.

په خبرپاڼه کې ویل سوي: «د دې لین پرې کېدل د هغې د ستونزمن موقعیت، د آمو سیند د اوږدوالي، د تجهیزاتو زړښت، د دواړو هېوادونو د امکاناتو کمښت، د اوبو ژوروالی، د ځمکې ناهمواري او د ستنو ترمنځ د اوږده واټن له امله د تخنیکي ننګونو او ځنډونو سبب سوي وو.» د دې لین له پرې کېدو وروسته، د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي د تېرو لسو ورځو په جریان کې له اوږدو بې برېښنایې او تیارو سره مخ وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه