د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۳۰مه په خپله ایکس پاڼه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د نوي سفیر ازبک عثمانوف په حواله لیکلي دي چې به د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه وکړي. سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د کابل او تاشکند ترمنځ ډيپلوماتيکې همکارۍ له ازبکستان سره د دې ډلې د اړيکو ښه نښه وبلله. سره له دې چې ازبکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو واک ته د دې ډلې له راتګ وروسته یې له کابل سره ښې اړیکې لرلې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=110072
۱۱ ساعتونه پیش
شماره خبر 110072
منتشر شده در ۱۶:۴۶ - قوس ۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email