د معمار پرس د خبر له مخې: الوتکه چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف پکې سپاره وو، نن د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوه. د ازبکستان صدراعظم ته د کابل په هوايي ډګر کې د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ښه راغلاست ووایه. د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دغه خبره کړې ده چی کابل ته د عارفوف د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې ګډون او د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دغه هېواد د تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي. باید وویل شي، چې دا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته کابل ته د ازبکستان د صدراعظم لومړی سفر دی.

- 43
- کې خپور شو 12:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 10103
- August 17, 2024
- کې خپور شو 12:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 10103
- August 17, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
2 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
2 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments