اصلي پوښتنه دا ده چې ولې د اروپا اتحادیې او نورو نړیوالو بنسټونو د روښانه دریځونو سره سره، لا هم د نړیوالې ټولنې او طالبانو تر منځ هیڅ ډول عملي او دوامداره تعامل رامنځته سوی نه دی؟
ژیل برتران، د افغانستان لپاره د اروپا اتحادیې ځانګړی استازی، د خپل شپږ ورځني سفر په پای کې ویلي دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت، اندیښمن کوونکی دی.
هغه د طالبانو پرېکړه چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو کار بند کړي، د نړیوالې ټولنې لپاره یوه منفي نښه ګڼلې او له دې ډلې یې غوښتنه کړې چې په محدودو سیاستونو کې بیاکتنه وکړي. د هغه په بیانیه کې د غیرنظامیانو د ساتنې پر اړتیا، د طالبانو او د افغانستان د ګاونډیانو تر منځ د خبرو بیا پیل، او د آزادو رسنیو د ملاتړ پر اړتیا هم ټینګار سوې دی.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې ولې د اروپایې اتحادیې او نورو نړیوالو بنسټونو د روښانه دریځونو سره سره، لا هم د نړیوالې ټولنې او طالبانو تر منځ هیڅ ډول عملي او دوامداره تعامل ندې رامنځته سوی؟ د دې پوښتنې ځواب په څو کچو کې څیړل کیدای سي. لومړی، د طالبانو د لیدلوري او د نړیوالې ټولنې د ارزښتونو تر منځ بنسټیز ټکر د دې بن بست اصلي ریښه ده. طالبانو یوه نظامي اداره جوړه کړې چې د اسلامي شریعت په سخت تعبیر ولاړه ده، چیرې چې د ښځو رول، د بیان ازادي او د حکومت جوړښت د مډرن یا بشري حقونو پر ارزښتونو ندی تعریف سوي. په مقابل کې، نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول اروپایې اتحادیه، سیاسي مشروعیت د بشري حقونو رعایت، د ښځو ګډون، او د ټولشموله حکومت جوړولو سره تړلی ګڼي.
دا دواړه لیدلوري په طبیعي ډول په ټکر کې دي او هیڅ یو نه غواړي چې له خپل ارزښتي چوکاټ څخه شاته سي. دویم، طالبان ځان د افغانستان مطلق واکمن ګڼي او هر ډول بهرنی شرطونه په کورنیو چارو کې مداخله بولي. د دوی په نظر، د نړیوالې ټولنې غوښتنې منل، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یا د ټولشموله حکومت جوړول، د ضعف او لویدیځ ته د تکیې نښه ده.
دا چلند سبب سوی چې حتی د سیاسي او اقتصادي فشارونو پر وړاندې هم انعطاف و نه ښيي او تعامل یوازې د بشري مرستو تر لاسه کولو په حد کې ومني، نه د سیاست یا د ځواک جوړښت په بدلولو کې. له بلې خوا، نړیواله ټولنه هم د طالبانو سره پرته له حقیقي بدلون څخه د سیاسي مشروعیت ورکولو څخه ډډه کوي. اروپايي هیوادونه او ملګري ملتونه په ستونزمن حالت کې دي؛ له یوې خوا، په افغانستان کې انساني اړتیاوې خورا پراخې دي او بیړنۍ مرسته اړینه ښکاري، خو له بلې خوا، هر ډول رسمي همکاري د طالبانو واکمنۍ ته غیر مستقیم تایید ګڼل کیدی سي.
دا دوه ګوني حالت ددې لامل سوې چې مرستې په غیر مستقیمه بڼه او د نړیوالو سازمانونو له لارې ترسره سي، چې پخپله د مرستې لړۍ پېچلې او ګرانوي؛ هماغسې چې ژیل برتران هم یادونه کړې ده. یو بل عامل، د متقابل باور نشتوالی دی. نړیواله ټولنه پر طالبانو باور نه لري چې خپلو احتمالي ژمنو ته به پابند پاتې سي، او طالبان باور لري چې لویدیځ د دوی د نظام د ړنګولو په لټه کې دی او مرستې یې د سیاسي فشار وسیله ده.
په دې فضا کې هر ډول مذاکره زیاتره د بیان تبادلې ته ورته ده نه د اغیزمن او جوړونکو خبرو. په ټوله کې، تر هغه چې طالبان په خپل فکري او سیاسي جوړښت کې بیاکتنه ونکړي او نړیواله ټولنه د دې ډلې سره د تعامل لپاره یوه واقعي او مرحله ییزه ستراتیژي طرحه نکړي، دا واټن به پاتې وي. د افغانستان بحران له یوې سیاسي شخړې څخه اوښتې او یوه انساني، اقتصادي او امنیتي مسله سوې ده. که دواړه خواوې له خپلو مطلق دریځونو څخه شاته نه سي، نه به د افغانستان د خلکو وضعیت ښه سي او نه به سیمه ییز ثبات تضمین سي.
13:51