د اروپا اتحادیې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره ۱۷۰ میلیونه ډالرو ژمنه وکړه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اروپا اتحادیې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره ۱۷۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د اروپا اتحادیې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ لپاره ۱۷۰ میلیونه ډالرو ژمنه وکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له راپور مخي؛ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت تېره شپه (د ۵ حوت) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د وزارت تخنیکي ډلې د افغانستان لپاره د اروپا اتحادیې له هیأت سره د روغتیايي سکتور د لومړیتوبونو او روانو همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د موجوده همکاریو بیاکتنه، د روغتیایي سکتور د پیاوړتیا لپاره ستراتیژیک لومړیتوبونه، د غیرساري ناروغیو په ځانګړې توګه د سرطان، رواني روغتیا، د مخدره توکو د کارونې ستونزې، د میندو او ماشومانو روغتیا، تغذیه، اوبه او حفظ‌الصحه (WASH)، د پوله‌ایزو ستونزو له امله د د اړینو توکو او تجهیزاتو په ترلاسه کولو په عملي حل لارو بحث کړي دي.

همدارنګه، د ناروغیو د څارنې او چمتووالي سیسټمونو پیاوړتیا، د دوا د تنظیم او کنترول سیسټم ښه کول، او د نړیوالو معیارونو، په ځانګړې توګه د ښه تولید معیارونو (GMP) ترلاسه کول د دې خبرو اترو نورې مهمې برخې بلل سوي دي.

دواړو خواوو ټینګار کړی چې د دوا وارداتو پر ځای باید د داخلي تولید ظرفیت پیاوړی سي تر څو ملي روغتیايي مصئونیت تضمین سي.

اروپا اتحادیې هم خپل علاقه‌مندي څرګنده کړې چې د روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړې توګه قابله‌ګانو، فیزیوټراپیستانو او نورو متخصصینو، مسلکي زده‌کړې ملاتړ کړي، ظرفیت لوړ کړي او د ځوانانو لپاره دندې برابرې کړي.

د دې اعلامیې پر بنسټ، اروپایي اتحادیې خپل اوږدمهاله ژمنه د افغانستان د روغتیايي سیسټم په وړاندې نوې کړې او ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره د پراختیا بودجه او له دې علاوه ۶۰ تر ۷۰ میلیونه ډالره بشردوستانه روغتیایي مرسته برابروي.

دواړو خواوو په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره به د دوامداره تمویل برابرولو او د ملي روغتیا ستراتیژۍ سره د همغږۍ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x