د اروپایې اتحادیې ټینګار: افغانستان دې د زده‌کړو له لارې ځان‌بسیا سی

د اروپایې اتحادیې کاردار په کابل کې د ابو حنیفه صنعتي نندارتون د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان خصوصي سکتور او کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ د پرمختګ په حال کې دي او دا پرمختګ هیله‌ بخښونکی دی. هغه پر ټول‌شموله زده‌کړو او معیاري تولیداتو هم ټینګار کړی دی.
د اروپایې اتحادیې ټینګار: افغانستان دې د زده‌کړو له لارې ځان‌بسیا سی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ورونیکا بوسکوویچ پوهار، د اروپایې اتحادیې کاردار په کابل کې د امام ابو حنیفه صنعتي نندارتون څخه لیدنه وکړه. دا نندارتون چې د اوو ورځو لپاره د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ سوی او اوس مهال یې پنځمه ورځ روانه ده. په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې کاردار په ایکس کې لیکلي چې د افغانستان خصوصي سکتور او کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ د پراختیا په حال کې دي.

د میرمن پوهار په وینا، د افغانستان ځان‌بسیا کېدل د ټولو لپاره په زده‌کړو ولاړ دي، او هم‌مهاله یې په هېواد کې د معیاري تولیداتو پر اهمیت ټینګار کړی دی. د دې لیدنې په وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د اروپا اتحادیې کاردار ته ویلي چې اروپا د افغانستان د تولیداتو لپاره یو مهم او بالقوه بازار دی. هغه زیاته کړې چې د هېواد خصوصي سکتور پوره چمتووالی لري چې که مناسب شرایط برابر سي، د افغانستان صادراتو ته د اروپایي بازار لوری پراخ کړي. د نندارتون اصلي موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د کورنیو تولیدي ظرفیتونو معرفي او د بهرنیو بازارونو جلبول بلل سوي دي. په دې نندارتون کې کورني شرکتونه او یو شمېر بهرني شرکتونه ګډون لري او خپل بېلابېل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x