د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، اروپایې اتحادیې ویلي چې د دوی د بشردوستانه مرستو څلورمه الوتکه افغانستان ته رسېدلې ده. دا مرسته د افغانستان په لویدیځ کې د وروستیو زلزلو زیانمنو لپاره ځانګړې سوې ده. د اروپایې اتحادیې د ایکس رسمي پاڼې له مخې، دغه الوتکه د سه شنبې په ورځ، د میزان په اوله، د ۲۵۰ ټنو ضروري توکو او تجهیزاتو سره په افغانستان کې هوايي ډګر ته رسېدلې ده. اروپایې اتحادیې ټینګار کړی چې د مرستو لړۍ به دوام وکړي او په راتلونکو ورځو او اونیو کې به نورې الوتکې افغانستان ته واستول سي. دغه مرسته د خیمو، کمبلو، د تودوخې وسایلو، صحي تجهیزاتو او نور توکي چې د بیړنیو حالتونو لپاره اړین دي، په ځان کې لري. همدا راز، د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام خبرداری ورکړی چې د ژمي د موسم د رانږدې کېدو سره، که د زلزلهځپلو لپاره مناسب کورونه جوړ نه سي، هغوی د یخنۍ او مړینې په خطر کې دي. نړیوال سازمانونه ټینګار کوي چې د سرپناه د جوړولو او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وخت ډېر محدود دی.
- د بشرې مرستو ادامه
د اروپایې اتحادیې د بشردوستانه مرستو څلورمه الوتکه افغانستان ته د ۲۵۰ ټنو ضروري توکو د انتقال سره رسېدلې، چې دا مرسته د وروستیو زلزلو زیانمنو ته ځانګړې سوې ده.

- 75
- کې خپور شو 2:47 ب.ظ
- د خبر شمیره 149959
- September 24, 2025
- کې خپور شو 2:47 ب.ظ
- د خبر شمیره 149959
- September 24, 2025
- تازه تازه 14:47 - September 24, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149959
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د مخابراتو په برخه کې د سل میلیونه ډالرو پانګونه
15:29 - January 8, 2026

د طالبانو په مهمو وزارتونو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه
15:03 - January 8, 2026


د خلکو شکایت د طالبانو د بي توجهی څخه د کاري بحران په وړاندي
14:56 - January 8, 2026