د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ژیل برتران، د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی، نن د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د طالبانو سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل او د امنیت، د نشه يي توکو د مخنیوي او د بېرته ستنوونکو د ستونزو په اړه یې بحث وکړ.
دغه ځانګړی استازی چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، له عبدالسلام حنفي، د رییسالوزرا اداري مرستیال سره ولیدل. دا د ژیل برتران لومړنی سفر افغانستان ته دی له هغه وروسته چې نوموړی د اروپایي اتحادیې د ځانګړي استازي په توګه وټاکل سو.
د ریاستالوزرا د عمومي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د خبرو اصلي موضوعات د نشه يي توکو پر ضد مبارزه، د عمومي امنیت ټینګښت او د بېرته راستنېدونکو افغانانو مدیریت وو. ژیل برتران همدارنګه د اروپایي اتحادیې د مرستې چمتووالی د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره اعلان کړ او پر هغو اړیکو یې ټینګار وکړ چې د نهمداخلې پر اصولو ولاړې وي.
د طالبانو د رییسالوزرا اداري مرستیال په دې لیدنه کې د دغه ډلې غوښتنه تکرار کړه چې غواړي له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره متوازنې، ښې او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري او د اقتصادي همکاریو غوښتنه یې وکړه.