د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا فوندرلاین د اروپا او مصر د پانګونې په غونډه کې وویل چې له مصر سره د څه باندې ۴۰ میلیارده یورو په ارزښت ۲۰ تړونونه او یادداشتونه لاسلیک شوي دي. د یورونیوز خبري شبکې د راپور له مخې، د اروپايي کمیسیون مشر دا اعلان وکړ چی اروپایی شرکتونه د ۴۰ ملیارد یورو په ارزښت د مصري شریکانو سره ۲۰ نوي قراردادونه او د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کوي چې د صنعت پراخه لړۍ پوښي. فوندرلاین دغه څرګندونې په قاهره کې د اروپا او مصر د پانګونې په غونډه کې وکړې او د دغه سفر په ترڅ کې یې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره هم خبرې وکړې. هغه له مصر سره د تړونونو په اړه زیاته کړه: موږ له هایدروجن څخه نیولې تر اوبو مدیریت، ساختماني، کیمیاوي موادو، بار وړلو، هوايي چلند او د موټرو د تولید په برخو کې شرکتونه لرو.

- 62
- کې خپور شو 1:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 9263
- July 1, 2024
- کې خپور شو 1:06 ب.ظ
- د خبر شمیره 9263
- July 1, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
6 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
7 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments