د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس په وروستیو بیانونو کې د روسیې په وړاندې د بروکسل د نه جوړجاړي دریځ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: “د اروپايي ټولنې امنیت د خبرو اترو وړ نه دی.”
آغلې کالاس د شنبې په ورځ (د اسد ۲۶مه) په ایکس پلیټ فارم کې ولیکل چې په اوکراین کې د جګړې اصلي لامل د اروپا د امنیتي جوړښت کمزوری یا د توازن نشتوالي نه دی، بلکې “د روسیې امپریالیستي بهرنۍ پالیسي” ده.
د متحده ایالاتو رول ته په اشارې سره، هغې زیاته کړه: “د سولې موافقې ته د رسیدو لپاره د ډونالډ ټرمپ هوډ خورا مهم دی، مګر تریخ حقیقت دا دی چې روسیه اراده نلري چې دا جګړه ژر پای ته ورسوي.”