د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د پلازمېنی د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ چې ۹ ټیمونه پکښي گډونوال وه، د دوو میاشتو له تودو او پرلهپسې سیالیو وروسته د اردو ټیم په اتلولۍ سره بشپړې سوې. دغه ټیم په ډیره روښانتیا او پرته له ماتې د اتلولۍ نوم خپل کړ.
دغه سیالۍ چې دوه میاشتې د ٩ لوبډلو ترمنځ په پایتخت کې ترسره سوې، د گډونوالو لوبډلو ترمنځ د نږدې، سختو او حیرانوونکو سیالیو ډگر وو. اردو ټیم د ۲۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د امتیازونو د لړ په سر کې ځای خپل کړ، او د اتلولۍ جام یې د خلکو د سترگو په وړاندي پورته کړه.
په دې لوبیزو سیالیو کې سباوون ټیم هم د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د پلازمېنی د فوټبال د غوره لیګ دوهم مقام خپل کړ، او د پام وړ وړتیا یې خلکو ته وړاندې کړه.
د دې لیګ د وروستیو پایلو پر بنسټ، د اردو او سباوون فوټبال ټیمونو د دې سیالیو د روښانه او غوره لوبیزو هڅو له کبله د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د گډون اجازه هم ترلاسه کړې ده؛ هغه لیګ چې د هیواد د فوټبال د ودې او پرمختگ لپاره خورا ارزښتمن بلل کېږي.
د لویانو د سیالیو سره سم، د ځوانانو د فوټبال لوبې هم ترسره سوې. په دې برخه کې د متحد افغان ځوان فوټبال ټیم د اتلولۍ مقام ترلاسه کړ، او سرهمیاشت ځوان فوټبال ټیم د دې سیالیو دوهم مقام خپل کړ او د ځوانانو د لوبو دوهم اتل وبلل سو.




