د احمد مسعود څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: هیچاته به اجازه ورنه کړو چې امنیت ګډوډ کړي

د احمد مسعود څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: هیچاته به اجازه ورنه کړو چې امنیت ګډوډ کړي

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ادعا کوي چې د دې ډلې د اوسني مشر حکومت ټول شموله دی او ټول قومونه په کې ونډه لري.

د طالبانو د وياند مرستيال وويل: “اوس مهال زموږ په هېواد کې داسې کوم حرکت، پديده او يا داسې څه نشته چې فزيکي وجود او ثابت ټکي ولري او موږ لا هم اجازه نه ورکوو چې د خپلو خلکو امنيت ګډوډ کړي.”

باید وویل شي، چې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم په دې وروستیو کې له اتلانتیک شورا سره په خبرو کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله او قانوني حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

احمد مسعود وویل: “تر څو چې د یوې رڼې قانوني پروسې له لارې یو قانوني حکومت جوړ نه شي چې د افغانستان خلکو او نړۍ ته ځواب ویونکی وي، موږ به له مقاومت څخه لاس وانخلو.”

باید وویل شي چې نړیوالې ټولنې ویلي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو یو شرط په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول دي، خو دغه ډله ادعا کوي چې اوسنی سرپرست حکومت ټول شموله دی.

بیشتر بخوانید:  د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x