د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د احصائیې او معلوماتو ملی ادارې اعلان وکړ چې د روان هجري لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې د هېواد ۷۰ زره او ۱۹۲ تنو وګړو ته د زیږون کارتونه وېشل سوي، چې تر ټولو ډېر یې په کابل، خوست، بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې دي. د احصائیې او معلوماتو ملی اداره وايي چې د روان هجري لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې یې د هېواد په کچه د ۷۰ زره او ۱۹۲ تنو وګړو لپاره د زیږون کارتونه وېشلي دي. له دې شمېرې څخه، ۴۶ زره او ۴۹۳ د زیږون کارتونه لويانو ته او ۲۳ زره او ۶۹۹ د زیږون کارتونه ماشومانو ته وېشل سوي دي. د دې ادارې په وینا، په دې موده کې تر ټولو ډېر د زیږون کارتونه د کابل، خوست، بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې وېشل سوي دي.
- د زیږون د کارت د صادروالي زیاتوالی
د احصائیې او معلوماتو ملی ادارې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې له ۷۰ زرو څخه د زیاتو زیږون کارتونو د وېش خبر ورکړ

- 73
- کې خپور شو 1:11 ب.ظ
- د خبر شمیره 150577
- September 28, 2025
- کې خپور شو 1:11 ب.ظ
- د خبر شمیره 150577
- September 28, 2025
- تازه تازه 13:11 - September 28, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150577
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



