د آمودریا د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د افغانستان پر رول د اوزبکستان د ولسمشر ټینګار

شوکت میرضیایف، د اوزبکستان ولسمشر، د منځنۍ آسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه مشورتي ناسته کې ټینګار کړی چې افغانستان باید د آمودریا د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه سیمه‌ییزو خبرو اترو کې فعاله ونډه ولري،
د آمودریا د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د افغانستان پر رول د اوزبکستان د ولسمشر ټینګار

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، شوکت میرضیایف د منځنۍ آسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه مشورتي ناسته کې چې په تاشکند کې ترسره سوه، د آمودریا د حوزې د شریکو اوبو د مدیریت په برخه کې د افغانستان د ګډون د اهمیت یادونه وکړه. یاده ناسته د منځنۍ آسیا د شپږو هېوادونو د مشرانو په ګډون جوړه سوې وه چې اصلي تمرکز یې د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د اوبو امنیت، اقلیمي بدلونونو او پایداره پرمختګ پر موضوعاتو وو.

میرضیایف وویل، افغانستان د آمودریا په حوزه کې دلوړ موقعیت لرونکی هېواد په توګه باید د پرېکړو او سیمه‌ییزو مذاکراتو برخه وي. د هغه په باور، د افغانستان له ګډون پرته، د اوبو عادلانه مدیریت او پایدارتوب ستونزمن دی. افغانستان په وروستیو کلونو کې د کمال خان بند او نورو پراختیايي پروژو په جوړولو سره د آمودریا د سرچینو په مدیریت کې اغېزمن سیمه‌ییز لوبغاړی ګرځېدلی، هغه موضوع چې د لاندې‌جریان هېوادونو لکه اوزبکستان او ترکمنستان د اندېښنو لامل سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x