د آلمان د ټولنیز-مسيحي اتحاد ګوند د افغانانو او سوریایانو د جبري ایستلو غوښتنه وکړه

د آلمان د ټولنیز-مسيحي اتحاد ګوند (CSU) د یوې نوې طرحې په وړاندیز سره له فدرال حکومت څخه غوښتنه کړي چې د افغان او سوریایی پناه‌غوښتونکو د جبري ایستلو بهیر بې له ځنډه پيل کړي.
د آلمان د ټولنیز-مسيحي اتحاد ګوند د افغانانو او سوریایانو د جبري ایستلو غوښتنه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د آلمان د ټولنیز-مسيحي اتحاد ګوند (CSU) یوه طرحه چمتو کړې ده چې پر اساس یې باید د دې هېواد فدرال حکومت د افغان او سوریایی پناه‌غوښتونکو د جبري ایستلو بهیر پيل کړي.

د دغې طرحې د محتوا پر اساس چې آلماني رسنیو ورته لاسرسی موندلی دی، دغه ګوند وړاندیز کړی چې په آلمان کې میشت اوکرایني نارینه باید د روسیې خلاف د جګړې لپاره خپل هېواد ته بېرته ستانه کړل سي.

په دې سند کې راغلي چې د افغانانو او سوریایانو ایستل باید په جبري ډول او بې له ځنډه عملي سي، او د دې اقدام موخه د کډوالو د شتون له امله د رامنځته کېدونکو ټولنیزو او امنیتي ننګونو سره مقابله ښودل سوی ده.

دغه وړاندیز په داسې حال کې مطرح سوی دی چې آلمان په تېرو کلونو کې د جګړه ځپلو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان او سوریې څخه لسګونه زره کډوال منلي دي، او د دوی جبري ایستل ښايي د بشري حقونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ کړي.

که دا طرحه د آلمان د قوانینو جوړونکو ادارو لخوا تصویب سي، نو په دې هېواد کې د زرګونو افغان او سوریایي کډوالو برخلیک به د جدي خطر سره مخ سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x