دملګري ملتونه: داعش په افغانستان کې د پاتې وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

دملګري ملتونه: داعش په افغانستان کې د پاتې وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د ګواښ په اړه په خپل ۱۸م راپور کې ویلي دي چی دا ډله هڅه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له ګودامونو څخه پاتې تجهیزات ترلاسه کړي. د «ډېلي اکسلسيور» رسنۍ د چهارشنبې په شپه د حوت ۹مه، د ملګرو ملتونو د راپور په حواله ليکلي، چې ټي ټي پي دغه وسلې وروسته له هغه ترلاسه کړې، چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ. د ملګرو ملتونو څو غړو هېوادونو ټینګار کړی، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته د امریکا ډېری پوځي تجهیزات طالبانو ته ورکړل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د داعش خراسان څانګه له TTP څخه د داسې وسلو په لټه کې ده، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لری. ملګري ملتونه لا هم داعش د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ بولي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د څارنې عالي اداره: موږ په پوره ډول فساد له منځه وړی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x