طالبان: افغانستان در آستانه یک تغییر بزرگ تاریخی است
طالبان: افغانستان د ستر تاریخي بدلون په درشل کې دی
سازمان بین‌المللی مهاجرت از کاهش بازگشت مهاجران افغانستان خبر داد
د مهاجرت نړیوال سازمان د افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو د کمیدو خبر ورکړی
چاه نفت در در افغانستان
طالبان هڅه کوي د امو د تېلو په ساحه کې ۲۴ نوي څاګانې فعالې کړي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې سږ کال به د امو د تېلو په ساحه کې ۲۵ نوې څاګانې فعالې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له څه باندې درې کلونو راهیسې پر رسنیو د محدودیتونو او فشارونو سره سره، د هېواد رسنۍ په دې وروستیو کې له نویو محدودیتونو سره مخ شوې دي.  د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز د لګولو لړۍ پیل کړې چې د دغې ډلې په قانون کې شامل دی او ویل کېږي چې دا پرېکړه به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلي شي.  د طالبانو د دغې پرېکړې له مخې، له دې وروسته به رسنۍ حق نه لري چې د دغې ډلې چارواکو او مراسم تر پوښښ لاندې راولي او دوی یوازې د ژوندیو موجوداتو غږیز مطالب خپرولی شي.  په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دغه قانون عملي شوې او ځینو سیمه ییزو چارواکو او طالب چارواکو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دوی خبري کنفرانسونه تر پوښښ لاندې راوړل شي.  تېره ورځ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په خوست ولایت کې د دې ډلې د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه رسنیو ته اجازه ورنکړه چې د شیخ زاید د مدرسې د استادانو او محصلینو په حضور کې د هغه د وینا عکسونه او ویډیوګانې واخلي.  طالب رسنیو په دغه پوهنتون کې د ښاغلي ندیم د خبرو په اړه د هغه له تصویر پرته خبرونه خپاره کړي دي.  په دې لړ کې تېره اوونۍ په تخار ولایت کې د افغانستان د ملي ټلویزیون د څانګې د تړل کېدو خبرونه هم خپاره شول.  د نوي قانون له مخې رسنۍ باید د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي او همدارنګه د پیښو په پوښښ کې هیڅ ډول ملنډې او سپکاوی مه کوي چې د اسلامي احکامو سره مخالف وي.  په دې قانون کې اوس هم اتباعو ته لارښوونه شوې چې په تلیفونونو او نورو وسایلو کې د ژوندیو موجوداتو عکسونه نه اخلي او نه یې ګوري.  د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د ۱۷مې مادې له مخې د دې ډلې محتسب ته اجازه ورکړل شوې چې د هغو موادو د خپرېدو مخه ونیسي چې په کې د روح لرونکي موجودات عکسونه کارول شوي وي.  طالبان دغه لارښونه د اسلامي شريعت مطابق ګڼي او په همدې دليل يې پر پلي کېدو ټينګار کوي.  طالبان په داسې حال کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو ممانعت د شریعت خلاف ګڼي، چی په هیڅ اسلامي هیواد کې دا ډول قانون نشته او د اسلامي نړۍ مشهورو مرکزونو په اوسني عصر کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو او فلم اخیستلو د منع فرمان نه دی صادر کړی.  داسې برېښي چې په افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د فلمونو پر جوړولو بندیز په لومړي ګام کې د تصویري رسنیو د محدودیت دی او په دویم ګام کې د افغانستان په ګڼه ګوڼه ټولنه کې د چوپتیا د رامنځته کولو هڅه ده.  تمه کیږي چې د هیواد اوسني واکمنان به دا واقعیت په پام کې ونیسي چی افغانستان له نورو ملتونو جلا نه دی او د تصویري رسنیو د له منځه وړلو هڅې به یو بل شاته ګام وي چې افغانستان او خلک به یې له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې لا زیات زیانمن کړي.
هره ساه له دې باغ څخه راځي
په افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو او فلم اخیستلو د منع په اړه
123454657890
مارشال دوستم: ډېر ژر به افغانستان ته راستون شو او هېواد به ازاد کړو
صدراعظم آلمان: به اخراج شهروندان افغان ادامه می‌دهیم
د جرمني صدراعظم: د افغان اتباعو اخراج ته به دوام ورکړو
سفر هیأت اقتصادی طالبان به قزاقستان
قزاقستان ته د طالبانو د اقتصادي پلاوي سفر
آیت الله خامنه‌ای : حماس زنده است و زنده خواهد ماند
ایت الله خامنه ای: حماس ژوندی دی او ژوندی به وي
معادن افغانستان و چین
په چین کې د طالبانو د پلاوي له خوا د افغانستان د کانونو په اړه معلوماتي پکیج وړاندې کول
طالبانو په چین کې د کانونو د استخراج په کنفرانس کې د دې ډلې د پلاوي له خوا د افغانستان د کانونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو اعلان وکړ.
اصابت پهپاد حزب‌الله به منزل نتانیاهو
د حزب الله بې پیلوټه الوتکې د نتانیاهو کور په نښه کړ
د اسرائیلو د صدراعظم دفتر هم دا خبره تایید کړې ده چی د حزب الله بې پیلوټه الوتکې په قیصریه کې د نتانیاهو کور وویشت، مګر ادعا یې وکړه چې نتانیاهو او سارا هلته نه وو!
آخرین خبرها
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( سه شنبه د 1404 کال د میزان 8)
sadegh-khaan
د افغانستان په اړه د سیمه ییزو خبرو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته سفر وکړ
خبرنگاران-افغانستان-در-تبعید
د خبریالانو مرکز خبرداری ورکوي: طالبانو په سیسټماتيکه توګه د معلوماتو لاسرسی محدود کړی دی
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د لږ تر لږه ۲۲ فرمانونو په صادرولو سره، د معلوماتو لاسرسی، د بیان ازادي او د رسنیو خپلواکي په سیسټماتيکه توګه محدود کړي دي.
وزارت-تحصیلات-طالبان
۵۰ تازه فرمانونه د استادانو او محصلانو لپاره؛ د انځورونو حذف، د موبایل بندیز او د عمامې تړل
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، د استادانو او محصلانو لپاره ۵۰ نوي محدودیتونه وضع کړي چې د پوهنتونونو څخه د انځورونو حذف، د ځیرک موبایلونو بندول او د عمامې تړل پکښې شامل دي.
fao-in-afg
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
بازگشت-مهاجرین-به-افغانستان-
طالبان: ۹۱۰ کورنۍ په یوه ورځ کې هېواد ته راستنې سوی دي
رسنیو د کډوالو وزارت په حواله خبر ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۱۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه د تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌قلعه او نورو پولو څخه افغانستان ته بېرته ستنې سوي دي.
azir-maden-taliban
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرو او صنعتکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر اعلان وکړ چې دغه وزارت ژمن دی د سوداګرو او صنعتکارانو اقتصادي فعالیتونه د عملي او اغېزمنو اقداماتو له لارې اسانه کړي.
3e01e8c0-873e-11f0-84c8-99de564f0440
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي او پایدارې بیا رغونې غوښتنه وکړه
ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي بیا رغونې پر پیل ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دا کورونه باید د زلزلې پر وړاندې په مقاومت لرونکي ډول جوړ سي.
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 7)
30bbf267-69e5-4b42-8bac-b898fa14d614_cx49_cy13_cw32_w1080_h608_s
په لغمان کې د ۴.۳ ریښتره زلزلې پېښه
د راپورونو پر بنسټ، د ۴.۳ ریښتر په کچه زلزلې (یک‌شنبه، د میزان ۶مه/ ۲۸ د سپتامبر) د ځمکې په ۸۰ کیلومتره ژوروالي کې په لغمان ولایت کې رامنځته سوې ده.