د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی، د پاکستان وروستي هوایي بریدونه پر افغانستان وغندل او ویې ویل چې دا د کلونو ناسمې پریکړې او د دې هېواد د نظامي جوړښت د کمزوري حکومتولۍ پایله ده.
زلمی خلیلزاد د ایکس په ټولنیزه شبکی په یو پیغام کې ولیکل چې د پاکستان بمبارۍ بیا د بېګناه ښځو، ماشومانو او سپینږیرو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب سوې، او دا کړنې د غندلو وړ دي.
نوموړی وویل : «د دې اقداماتو سبب د پاکستان کلونه ناسمې پریکړې، ناکامو عملیاتو، د مظلومو اقلیتونو په وړاندې کمزوري حکومتولي، د ډیموکراتیکو ټاکنو په پایلو کې مداخلت او د پوځ بیا واکمني ده.»
د امریکا پخواني استازي ټینګار وکړ چې د دې تګلارو پایلې نه یوازې د پاکستان د خلکو لپاره ناورین ګڼل کېږي، بلکې افغانان هم اغېزمن سوي دي، هغه کسانو چې تازه داخلي جګړې يي پای ته رسولې وې اوس د پولهایزو کړکیچونو سره مخ دي.
خلیلزاد د اسلامآباد له چارواکو غوښتنه وکړه چې خپلې بهرني تګلاري بدلې کړي او په خپلو کړنو او چلند کې بیاکتنه وکړي، څو د غیرنظامیانو د زیاتو مرګژوبلو مخه ونیول سي.



