د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، زلمی خلیلزاد، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی د والسټریټ ژورنال د وروستي راپور په غبرګون کې چې پکښې د واشنګټن د احتمالي مذاکراتو د پلان یادونه سوې، ټینګار کړی چې د اوکراین د جګړې مذاکرات د افغانستان له سولې سره پرتله کول «ناسمه» ده. خلیلزاد د یکشنبې په ورځ (۲ د قوس) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپور سوي یادښت کې ویلي چې د اوکراین د مذاکراتو د احتمالي بهیر تشبیه کول د افغانستان له سولې سره د واقعیت خلاف دي. خلیلزاد لیکلي: «د والسټریټ ژورنال له اندېښنو سره موافق یم، خو د اوکراین او افغانستان پرتله ردوم. دا قیاس په بشپړ ډول ناسم دی.»
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه «یوه امریکايي جګړه» وه او د امریکا د مستقیم حضور له امله واشنګټن اړ وو چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي، خو برعکس یې د اوکراین په جګړه کې پخپله اوکراینیان جنګېږي. خلیلزاد زیاتوي: «د ادعاوو خلاف، د افغانستان حکومت د خبرو له بهیر څخه لېرې نه وو. امریکا د مذاکراتو په لومړیو پړاوونو کې د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د منځګړیتوب دیپلوماتیک تګ راتګ کاوه.» نوموړی وایي چې وروسته له لومړنیو هوکړو، طالبان او د افغانستان حکومت مستقیمو خبرو ته سره کېناستل، خو دا خبرې پایلې ته ونه رسیدې.
خلیلزاد په یوه جنجالي برخه کې لیکلي: «جمهوري نظام ځکه سقوط وکړ چې د اوکراین برعکس، د افغانستان ځواکونه له مېدانه ووتل او مشران یې وتښتېدل، نه دا چې حکومت له مذاکراتو لرې ساتل سوی وو.» دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې والسټریټ ژورنال د ۲۰۲۵ کال د نومبر په پیل کې راپور ورکړی وو چې د ټرمپ اداره د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره یو ۲۸ مادې پلان چمتو کوي او د پنتاګون یو لوړپوړی پلاوی یې کیف ته استولی، څو د جګړې وضعیت و ارزوي. د دې راپور له مخې، واشنګټن غواړي له مسکو سره د جګړې د درولو لپاره مستقیمې خبرې پیل کړي؛ یو اقدام چې د اروپا له احتیاطه ډکه غبرګون او د روسیې مخالفت یې راپارولی دی.



